د پارلمانی ټاکنو په باب دولسمشر حکم ګونګ او پیچلی دې
سلام خان سلام خان

  ولسمشر حامد کرزي د ۱۳۸۹ کال د پارلماني ټاکنو د اختلافونو د حل په موخه د تېری چهار شنبی په ورځ یو حکم صادر کړی دې ،چې له مخې به یې د ټاکنو خپلواک کمیسیون موظف وي، ژر تر ژره د موضوع حقوقي برخې دهېواد د اساسي قانون او د ټاکنو د قانون په رڼا کې عملي کړي. د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري په خپره شوې بیانیه کې راغلي، چې د ټاکنیزو کړکیچونو په اړه دځانګړی محکمې فیصله هم د منلو وړ ده.یو شمېر سیاسي کارپوهان د ځانګړې محکمې او ولسي جرګې ترمنځ د تاوتریخوالي پایته رسولو پربنسټ د ولسمشرۍ ماڼۍ اعلامیه جنجال پارونکې او مبهمه بولي. دغه کارپوهان ټینګار کوي، چې یادې اعلامې اوسنی تاوتریخوالی نه یوازې کم کړی نه دی، بلکې نور هم یې زیات کړی. دوی وايي، چې ولسمشر باید د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او ځانګړې محکمې ترمنځ یو لوری مشروع اعلان کړي. په داسې حال ده، چی د ولسي جرګې غړي وايي ولسمشر کرزي د ټاکنو کمیسیون ته دنده ورکړې، چې دټاکنو په اړه د ځانګړي محکمې پرېکړه دې عملي کړي، د سیاسي چارو شنوونکي په دې باور دي، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري خپره شوې بیانیه ګونګه او پیچلې ده. د دوی په وینا ولسمشر باید د ځانګړی محکمی او د ټاکنود خپلواک کمیسیون ترمنځ یوه ته مشروعیت ورکړي. دغه شنوونکي زیاتوي، چې د پارلمان او ځانګړې محمکمې ترمنځ روانه کړکېچ هم دوام لري او دا ډول ګونګې او پیچلې بیانیې خپرېدل به د پارلمان او حکومت ترمنځ یوه بله ستونزه هم رامنځته کړي. کارپوهان وايي، چې کرزی له لوې خوا د ټاکنو ځانګړې محکمه مهمه ګڼي او له بلې خوا د ټاکنو د خپلواک کمیسیون پر دندو او صلاحیتونو ټینګار کوي:

د انتخاباتو د خپلواک کمیسون مشر فضل احمد معنوي وايي د شنبې له ورځې به د انتخاباتي لانجې په اړه د ولسمشر پر فرمان غور وکړي او هڅه به وکړي چې یوه داسي د حل لار پیدا کړي چې دواړو خواوو ته د منلو وړ وي ، معنوي دا څرګندونې په داسي حال کې کړې دی چې ځینې سرچینې وايي د حکومت او د انتخاباتو د خپلواک کمیسون ترمنځ معامله شوې چې له ۶۲ تنو څخه، چې اختصاصي محکمې په درغلۍ تورن کړي او د دې محکمې له پرېکړې سره سم باید له ولسي جرګې وایستل شي، ښايي نیمايي په خپل حال په ولسي جرګه کې پرېښوول شي او د نیمايي نورو پرځای نوې کسان جرګې ته ورمعرفي شي ،ده په عین حال کې ټینګار وکړ چې فیصله به یې له قانون سره سمه وي او داسي لارې چارې به ولټوي چې د دواړو خواوو قناعت حاصل کړي .

معنوي چې د انتخاباتي جنجال له رامنځته کېدو وروسته د انتخاباتو په نتیجه کې هرراز بدلون محال بللی و، وویل چې لا هم د انتخاباتي شکایتونو کیسون شته او ترڅو چې دا کمیسون وي د انتخاباتو پر نتیجو غور له دې سره سره ممکن دی چې د انتخاباتو د پایلو پر اعلان ډېر وخت وتلی دی ،د انتخاباتو د خپلواک کمیسون مشر یو واربیا اختصاصي محکمه غیرقانوني بللی ده او  ویلی دی که دا محکمه په قانوني ډول جوړه شوې وای جنجال به یوولس میاشتې دوام نه کاوه.

ګارډین ورځپاڼه د ولسمشر کرزي د فرمان په اړه څرګندوي، چې په دې کې هم د انتخاباتو د درغلیو د څیړلو د ځانګړې محکمې د پریکړوملاتړ شوی دی او هم د دې محکمې پریکړې ته په ټیټه سترګه کتل شوې دي

اختصاصي محکمه حکم کوي، چې د ولسي جرګې دوه شپیته وکیلان دې لرې شي او د هغوي پر ځای دې دوه شپیته نور معترض کاندیدان د ولسي جرګې غړي شي ،د ګارډین ورځپاڼې په وینا د ولسې جرګې یو شمېر هغه غړي، چې د اختصاصي محکمې له حکم سره باید لرې شي، وایي، ولسمشر له دې فرمان سره د انتخاباتو پر خپلواک کمیسیون فشار راوستی دی، څو د اختصاصي محکمې حکم تطبیق کړي

خو بل لور ته د انتخاباتو  خپلواک کمیسیون وایي، چې هیڅ ډول فشار نه دی پرې راغلی ،د دې کمیسیون مشر فضل احمد معنوي ازادۍ راډیو ته وویل، چې دوي هڅه کوي چې دا ستونزه له قانوني لارې هواره کړي ولسمشر له موږ څخه داسې غوښتنه نه ده کړې او فکر کوم چې یو شمېر کسان سم نه دې پوه شوي، خو زه ډاډ درکوم چې د اندیښنې وړ څه نه شته، ځکه چې د افغانستان د خلکو د لوړ و مصلحتونو لپاره دا شخړې نورې د دوي په ګټه نه دي او په یو ډول یې د افغانستان کارونه شاته غورځولي دي، خو هڅه کوم چې له قانوني لارې دا ستونزه ختمه کړم ،د انتخاباتو خپلواک کمسیون له قانون سره سم دا صلاحیت لري، چې د انتخاباتو نتیجې اعلان کړي، خو د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد پوهاند ودیر ساپی وایي، چې د استیناف محکمې پریکړه باید تطبیق شي ،د استیناف محکمې پریکړه نه څوک بدلولی شي نه په کې تعدیل راوستلی شي او باید ویې مني ،بل لور ته د نړېوال کړکیچ د ډلې اخیستنه بل رنګ ده، د دې ډلې یوه څیړونکي خبرداری ورکړ، چې ولسمشر کرزی له سیاسي پلوه ډير کمزوری شوی دی، نو ان ښایي د افغانستان ولسې جرګه هم د دې فرمان له منلو ډډه وکړي ،دغهَ څیړونکي ګارډین ورځپاڼې ته وویل، چې اوس له ولسمشر کرزي سره پیسې هم ډیرې نه شته څو د ولسې جرګې غړیو ته رشوت ورکړي او هغوي په دې ډول د خپل فرمان منلو ته اړباسي.

د ولسي جرګې د تيري ورځي په عمومي غونډه کي ځينو وکيلانو وويل، چي ولسمشر کرزي د ټاکنو د کمېسيون پر رئيس فشار راوړی، تر څو د ځانګړي محکمې پريکړه پلې کړي ،سره له دي چي د ټاکنو خپلواک کمېسيون تردې وړاندي ويلي ول، چي د ۱۳۸۹ لمريز کال د ولسي جرګې د ټاکنو په اړوند يي دنده بشپړه سوې او په دې برخه کي يي د ځانګړي محکمې پريکړي او فعاليتونه ناقانونه بلل خو اوس يي د ولسمشر له وروستي فرمان څخه هرکلی کړی او ويلي يي دي چي په راتلونکې اونۍ کي به خپله وروستي پريکړه اعلان کړي ،د ولسي جرگې يو شمېر وکيلانو د پنجشنبې په ورځ خبرداری ورکړ، چي که د ولسمشر د وروستي فرمان پر بنسټ د ۱۳۸۹ لمريز کال د ولسي جرګې د ټاکنو په پايلو کي بدلون راسي دوی به تردي هم په پراخو اعتراضونو لاس پوري کړي .پای


August 12th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات